ads

بلخي: افغان كډوال بايد له پاكستان او ايرانه په زور ونه ايستل شي

د كډوالو او راستنېدونكو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي وايي، پاكستان او ايران بايد افغان كډوال په جبري توګه ونه باسي. نوموړي دا خبره د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد كې د افغانستان، پاكستان، ايران او د ملګرو ملتونو د كډوالو چارو ادارې UNHCR څلور اړخيزې غونډې ته كړې ده. بلخي ناامني بهرنيو […]

نویسنده: hewadpal
28 غبرګولی 1398
بلخي: افغان كډوال بايد له پاكستان او ايرانه په زور ونه ايستل شي

د كډوالو او راستنېدونكو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي وايي، پاكستان او ايران بايد افغان كډوال په جبري توګه ونه باسي.
نوموړي دا خبره د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد كې د افغانستان، پاكستان، ايران او د ملګرو ملتونو د كډوالو چارو ادارې UNHCR څلور اړخيزې غونډې ته كړې ده.
بلخي ناامني بهرنيو هېوادونو ته د افغانانو د كډه كېدو اصلي علت بللى او ويلي يې دي، د سولې په ټينګېدو سره به هغوى بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
د ده په خبره، له ۲۰۱۲مه تر ۲۰۱۸م ميلادي كاله درې ميليونه او ۲۰۰ زره افغانان بېرته خپل هېواد ته تللي او په همدې موده كې دوه ميليونه او ۲۰۰ زره نورو افغانانو د ناامنۍ د دوام له كبله افغانستان پريښى دى.
د كډوالو او راستنېدونكو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دمګړۍ څه باندې شپږ اعشاريه پنځه ميليونه افغانان په بهرنيو هېوادونو كې ژوند كوي، چې ډېرى يې په پاكستان او ايران كې اوسېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA