د ننګرهار په اچين ولسوالۍ كې د ځاى پر ځاى شويو ماينونو د چاودنو له كبله يوه ۱۰ کلنه نجلۍ وژل شوې او يوه مېرمن ټپي ده.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دوه پرلپسې ماين چاودنې تېره ورځ د اچين ولسوالۍ په مامند باغ سيمه کې شوې دي.
هغه زياته كړه، په لومړۍ چاودنه کې يوه مېرمن ټپي شوې او په بله كې يوې ۱۰ كلنې نجلۍ خپل ژوند له لاسه وركړى دى.
د خوږياڼي په وينا، دا ماينونه په ياده سيمه کې د داعش وسله والو له لوري ځاى پر ځاى شوي وو.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه تبصره نه ده كړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


