پوليسو په ننګرهار كې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ كې د كلاشينكوف زرګونه فيره مرمۍ نيولې دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد خان کليد ته وويل، دا عمليات د ترهګرۍ په ضد د مبارزې پوليسو په دور بابا او مومند درې ولسواليو كې ترسره كړل او په مهال يې ۵۶۵۰ فيره د كلاشينكوف مرمۍ ونيولې.
هغه زياته كړه، عمليات كوونكو پوليسو يو موټر او يوه اندازه نور مهمات هم ترلاسه كړي او په تور يې يو تن نيول شوى دى.
نيول شوي كس پر خپل جرم اعتراف كړى او اوسمهال د ننګرهار په امنيه قوماندانۍ كې تر څېړنو لاندې دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


