افغان ځواكونو د غور د مركز فيروزكوه په مربوطاتو كې د عملياتو په ترڅ كې ۲۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ملي دفاع وزارت تېره شپه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا عمليات د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو په اهنګران، اشتر خان او امروتک سيمو کې ترسره كړي، چې په مهال يې د ملا دادالله او مصطفى په نومونو د دوو مهمو غړو په ګډون ۱۵ طالبان وژل شوي، ۱۳ تنه ټپيان شوي او شپږ تنه نور نيول شوي دي.
د سرچينې په وينا، عمليات كوونكو ځواكونو د طالبانو دوه موټرونه او يوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه كړل او د هغوى ۱۱ موټر سايكلونه يې له منځه يووړل.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


