ads

وسله والو طالبانو په بغلان كې د تېلو يو ټانكر وسوځاوه

د بغلان امنيتي مسوولين وايي، وسله والو طالبانو د دې ولايت په چشمه شير سيمه كې د تېلو يو ټانكر سوځولى دى. د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت كليد ته وويل، طالبانو نن سهار شاوخوا نهه بجې او ۳۰ دقيقې په ياده سيمه كې بريد وكړ او غوښتل يې د تېلو څو […]

نویسنده: hewadpal
28 غبرګولی 1398
وسله والو طالبانو په بغلان كې د تېلو يو ټانكر وسوځاوه

د بغلان امنيتي مسوولين وايي، وسله والو طالبانو د دې ولايت په چشمه شير سيمه كې د تېلو يو ټانكر سوځولى دى.
د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت كليد ته وويل، طالبانو نن سهار شاوخوا نهه بجې او ۳۰ دقيقې په ياده سيمه كې بريد وكړ او غوښتل يې د تېلو څو ټانكرونه له ځانونو سره يوسي، خو د امنيتي ځواكونو له مقاومت سره مخ شول.
ده د جګړې په مهال دواړو خواوو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو د معلوماتو له وړاندې كولو پرته زياته كړه، طالبان له سيمې وتښتېدل.
د شفيق محمدي په نوم يو عيني شاهد بيا وايي، طالبانو هلته د تېلو دوه ټانكرونه سوځولي دي.
وسله والو طالبانو تر دې دمه د دغې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA