ads

د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې افغانستان نن له انګلستان سره لوبه كوي

ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام سياليو په لړ كې خپله پنځمه لوبه نن د كوربه هېواد انګلستان د كركټ ملي لوبډلې په وړاندې ترسره كړي. دا لوبه به د كابل په وخت د ماسپښين په دوو بجو د انګلستان په مانچسټر ښار كې پيل شي […]

نویسنده: hewadpal
28 غبرګولی 1398
د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې افغانستان نن له انګلستان سره لوبه كوي

ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام سياليو په لړ كې خپله پنځمه لوبه نن د كوربه هېواد انګلستان د كركټ ملي لوبډلې په وړاندې ترسره كړي.
دا لوبه به د كابل په وخت د ماسپښين په دوو بجو د انګلستان په مانچسټر ښار كې پيل شي او جمهور رئيس محمد اشرف غني به يې له نېږدې وګوري.
افغانستان تر دې مخكې د اسټراليا، سريلانكا، نيوزيلنډ او جنوبي افريقا په وړاندې څلور لوبې كړي او څلور واړه يې بايللې دي.
د روان ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام يو ورځنۍ سيالۍ په انګلستان او وېلز كې روانې دي، چې په كې د افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې برخه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA