د انګلستان لومړۍ وزيره تېرېزا مې وايي، هېواد يې د افغانانو په رهبرۍ او مالکيت د سولې له پروسې ملاتړ او د افغانستان د سولې لپاره د سيمه ييزې اجماع د رامنځته كولو هڅې كوي.
نوموړې دا څرګندونې تېر مازديګر په لندن كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړې.
د ارګ په خبرپاڼه كې د مېرمن مې له قوله راغلي، د انګلستان حکومت په افغانستان کې د رڼو او سرتاسري ټاکنو ملاتړ کوي او دغه راز به له افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو سره خپلې همکارۍ او ژمنو ته دوام ورکړي.
بلخوا جمهور رئيس غني په دې ليدنه كې د افغانستان د سولې په برخه كې د سيمه ييزې اجماع د رامنځته كولو لپاره د انګلستان د حکومت رول مهم او ارزښتناک وباله.
ده وويل، د جمهوري رياست ټاکنې به په ټاکلي وخت په راڼه ډول ترسره شي.
افغان جمهور رئيس د تېرې يكشنبې په ورځ د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ انګلستان ته لاړ او هلته يې د دغه هېواد د دفاع له وزير، د ملي امنيت له سلاكار او ځينو نورو چارواكو سره هم وكتل.


