ads

امريكا منځني ختيځ ته ۱۰۰۰ نور سرتېري لېږي

امريكا منځني ختيځ ته د خپلو ۱۰۰۰ نورو سرتېرو د لېږلو پرېكړه كړې ده. د دغه هېواد د دفاع سرپرست وزير پاټريک شاناهان ويلي، متحده ايالات د خپلې دفاع په هدف منځني ختيځ ته ۱۰۰۰ نور امريكايي سرتېري لېږي، ځکه له ايرانه د خطر اندېښنه لري. د واشنګټن او تهران ترمنځ كړكېچ د تېرې پنجشنبې […]

نویسنده: hewadpal
28 غبرګولی 1398
امريكا منځني ختيځ ته ۱۰۰۰ نور سرتېري لېږي

امريكا منځني ختيځ ته د خپلو ۱۰۰۰ نورو سرتېرو د لېږلو پرېكړه كړې ده.
د دغه هېواد د دفاع سرپرست وزير پاټريک شاناهان ويلي، متحده ايالات د خپلې دفاع په هدف منځني ختيځ ته ۱۰۰۰ نور امريكايي سرتېري لېږي، ځکه له ايرانه د خطر اندېښنه لري.
د واشنګټن او تهران ترمنځ كړكېچ د تېرې پنجشنبې په ورځ د عمان په خليج كې پر دوو تېل وړونكو بېړيو تر بريد وروسته لا زيات شو.
امريكا په دې بريد كې ايران په لاس لرلو تورن كړ، خو تهران دا تور رد كړ.
د شاناهان په خبره، د ايران ياد بريد د دغه هېواد نيت څرگندوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA