د افغانستان د فوټسال له ۲۰ كلونو د كم عمره ځوانانو ملي لوبډله د ايران له لوبډلې په ماتې خوړلو سره د خپل ګروپ د دوهمې لوبډلې په توګه د اسيا د فوټسال سياليو بل پړاو ته ووته.
افغان لوبغاړي تېره شپه د خپل ګروپ په دوهمه لوبه كې د ايران د لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته ووتل، خو دا لوبه په ۳-۲ پايلې سره د ايران په ګټه پاى ته ورسېده.
د افغانستان د فوټسال له ۲۰ كلونو د كم عمره ځوانانو ملي لوبډله به په بل پړاو كې د تايلنډ د لوبډلې په وړاندې لوبه وكړي.
افغانستان خپله لومړۍ لوبه په ۶-۱ پايلې سره له هانګ كانګه ګټلې وه.
د اسيا د فوټسال له ۲۰ كلونو د كم عمره ځوانانو سيالۍ د اسيا د ۱۲ غوره لوبډلو په ګډون د ايران په تبرېز ښار كې روانې دي.