ads

په کابل ښار کې د چاپېريال ساتنې ملي حشر ترسره شو

په كابل ښار كې نن د چاپېريال ساتنې ملي حشر ترسره شو، چې په ترڅ کې يې د دغه ښار ګڼې سيمې له کثافاتو او ناپاکيو پاکې شوې. د هېواد د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستيال عزت الله صديقي له كليد سره په خبرو كې د دې حشر هدف د ښاريانو په منځ كې […]

نویسنده: hewadpal
27 غبرګولی 1398
په کابل ښار کې د چاپېريال ساتنې ملي حشر ترسره شو

په كابل ښار كې نن د چاپېريال ساتنې ملي حشر ترسره شو، چې په ترڅ کې يې د دغه ښار ګڼې سيمې له کثافاتو او ناپاکيو پاکې شوې.
د هېواد د چاپېريال ساتنې ملي ادارې مسلکي مرستيال عزت الله صديقي له كليد سره په خبرو كې د دې حشر هدف د ښاريانو په منځ كې د چاپېريال د پاك ساتلو فرهنګ دودول او خپلو ښاري مسووليتونو ته د هغوى متوجې كول ياد كړل.
دا ملي حشر په داسې حال كې ترسره كېږي، چې د كابل ښار ځينې اوسېدونكي د چاپېريال ساتنه د ټولو ښاريانو مسووليت بولي او په خبره يې، د پاك چاپېريال لپاره بايد خلك خپل مسووليتونه وپېژني.
خو يو شمېر نور بيا په دې برخه كې كابل ښاروالي په بې كفايتۍ تورنوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA