ټاكل شوې د افغانستان د حكومت او طالبانو استازي په راتلونكې ميلادي مياشت كې د قطر په پايتخت دوحه كې دوه ورځنۍ غونډه وكړي.
د سولې عالي شورا يو چارواكى د نوم نه ښودلو په شرط وايي، دا دوه ورځنۍ غونډه به د جولاى مياشتې په اوومه نېټه پيل شي.
د هغه په وينا، په پام كې ده، چې د دې غونډې د جوړېدو په تړاو د امريكا او طالبانو د استازو په راتلونكو خبرو كې هوكړه وشي.
ټاكل شوې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د سيمې او اروپا هېوادونو ته د خپل روان سفر په مهال په نېږدې راتلونكې كې په دوحه كې له طالب استازو سره اووم پړاو مذاكرات ترسره كړي.
بايد وويل شي، چې طالبانو د افغانستان له حكومت سره مخامخ خبرې رد كړي، خو له افغان سياستوالو سره يې د روسيې په پايتخت مسكو كې دوه وارې ليدلي دي.


