د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، د راى وركوونكو د نومليكنې د تقويتي بهير له پيله د روانې غبرګولي مياشتې تر ۲۵مې نېټې نېږدې ۴۰۰ زره كسانو په راتلونكو ټاكنو كې د ګډون لپاره خپل نومونه ثبت كړي دي.
د دې كمېسيون رئيسې حوا علم نورستانۍ نن په كابل كې په يوه غونډه كې وويل، د راى وركوونكو د نومليكنې د تقويتي بهير لپاره د هېواد په ۳۳ ولايتونو كې د ۴۵۸ ځانګړو شوو مركزونو له جملې ۴۲ يې د بېلابېلو علتونو له كبله بند دي.
د هغې په وينا، په ياد بهير كې ۲۶۴ زره نارينه وو، څه باندې ۱۳۸ زره ښځو او ۳۷۷ كوچيانو نومليكنه كړې ده.
نورستانۍ زياته كړه، په غزني كې په ټاكنو كې د ګډون په هدف د عمومي نومليكنې لپاره له ۲۴۷ مشخصو شوو مركزونو ۱۴۳ يې تړلي دي.
د نوموړې په خبره، د راى وركوونكو د نومليكنې د دغو مركزونو له جملې ۱۴ ته يې د پوهنې وزارت له لوري د فعاليت اجازه نه ده وركړل شوې او دوه يې قومي مشرانو بند كړي دي.
نورستانۍ وايي، د روان لمريز كال د غبرګولي مياشتې له ۱۸مې تر ۲۵مې نېټې په غزني كې د نومليكنې په عمومي بهير كې د ۶۶۲ ښځو او يوې كوچۍ په ګډون ۲۰۵۹ راى وركوونكو خپل نومونه ثبت كړي دي.
د هېواد په ۳۳ ولايتونو كې د نومليكنې تقويتي او په غزني كې د نومليكنې عمومي بهير د روانې غبرګولي مياشتې په ۱۸مه نېټه پيل شوى، چې د راتلونكې چنګاښ مياشتې تر اتمې نېټې به دوام ولري.


