د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، سوله په يوه كس پورې اړه نه لري او يو شخص نه شي كولاى په هېواد كې د سولې اتل شي.
هغه نن د وزيرانو شورا غونډې ته وويل، افغانان په هېواد كې د سولې د ټينګښت غوښتونكي دي او بايد د هغوى د غوښتنې سالم استازيتوب وشي.
د عبدالله په خبره، طالب بنديان له زندانونو د ښه نيت په نوم خوشې شوي، خو كه دا ډول اقدامات په ټاكنيزو كمپاينونو پورې وتړل شوي، خپل اغېز به له لاسه وركړي.
اجرائيه رئيس تاجكستان ته د خپل وروستي سفر په مهال د ځينو هېوادونو له مشرانو سره خپلو ليدنو ته په اشارې زياته كړه، د افغانستان د سولې بهير د ملاتړ په تړاو او همدارنګه سيمې ته د ور پېښو ګډو ګواښونو په وړاندې عمومي اجماع رامنځته شوې ده.
بايد وويل شي، چې د كوچني اختر په مناسبت د جمهور رئيس محمد اشرف غني د خپور شوي فرمان پر بنسټ سلګونه طالب بنديان د هېواد له زندانونو خوشې شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


