ads

د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې نن ويسټ انډيز او بنګله دېش سره مخ كېږي

د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام سياليو ۲۳مه لوبه نن د ويسټ انډيز او بنګله دېش د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره كېږي. دا لوبه به د كابل په وخت د ماسپښين په دوو بجو د انګلستان په ټاونټن ښار كې پيل شي. ويسټ انډيز تر دې مخكې څلور لوبې كړي، دوه […]

نویسنده: hewadpal
27 غبرګولی 1398
د كركټ د نړيوال جام په سياليو كې نن ويسټ انډيز او بنګله دېش سره مخ كېږي

د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام سياليو ۲۳مه لوبه نن د ويسټ انډيز او بنګله دېش د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره كېږي.
دا لوبه به د كابل په وخت د ماسپښين په دوو بجو د انګلستان په ټاونټن ښار كې پيل شي.
ويسټ انډيز تر دې مخكې څلور لوبې كړي، دوه يې بايللي، يوه يې ګټلې او يوه يې د باران له كبله بې پايلې پاى ته رسېدلې ده.
بنګله دېش هم تراوسه څلور لوبې ترسره كړي، دوه يې بايللي، يوه يې ګټلې او يوه يې د باران په سبب بې پايلې اعلان شوې ده.
د تېرې ورځې لوبه د هند او پاكستان د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د انګلستان په مانچسټر ښار كې ترسره شوه، چې د باران له كبله د دوه ځلې ځنډېدو په سبب د ډي اېل قانون له مخې د هند په ګټه پاى ته ورسېده.
د روان ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام يو ورځنۍ سيالۍ په انګلستان او وېلز كې روانې دي، چې په كې د افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې برخه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA