د افغانستان بانك رئيس خليل صديق له خپلې دندې استعفا كړې ده.
كه څه هم په خپرو شوو راپورونو كې د نوموړي د استعفا علت د افغانۍ په وړاندې د ډالر د ارزښت لوړېدل ښودل شوي، خو د افغانستان بانك يوې سرچينې له كليد سره په خبرو كې د صديق د استعفا دليل د هغه ناروغي وبلله.
د سرچينې په خبره، صديق به د راتلونكې چنګاښ مياشتې تر ۲۵مې نېټې خپل كار ته دوام وركړي.
د افغانستان بانك رئيس په داسې حال كې له خپلې دندې استعفا كوي، چې په دې وروستيو كې ډالر د افغانۍ په مقابل كې په بې ساري ډول لوړ شوى دى.
نن يو ډالر په ۸۰ افغانۍ او ۵۵ پوله پلورل كېږي.


