د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب وايي، د افغانستان دښمنان بايد پوه شي، چې هېڅ پردي ته اجازه نه وركول كېږي، ترڅو د افغانانو د برخليک په اړه تصميم ونيسي.
نوموړي دا څرګندونې د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ له يو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره د ليدنې په مهال وكړې.
د ملي امنيت شورا له دفتره تېره شپه په خپره شوې خبرپاڼه كې د محب له قوله راغلي، دښمنان د پرديو په لمسون د هېواد په هر ګوټ کې افغانان په بې رحمۍ سره وژني.
ده د ملکي مرګ ژوبلې پر مخنيوي د ټينګار ترڅنګ له يادو قومي مشرانو او مخورو وغوښتل، چې د خپلو سيمو د امنيت په هدف دې ځوانان وهڅوي، ترڅو د امنيتي او دفاعي ځواکونو له ليکو سره يو ځاى شي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ملي يووالي حكومت پاكستان په افغانستان كې له ترهګرو سره په همكارۍ تورن كړى او په وار وار يې ترې غوښتي، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې صادقانه ګامونه پورته كړي.


