د هرات ښار د ځينو ښوونځيو ښوونكو له شاوخوا يوې مياشتې وروسته خپل كاري اعتصاب پاى ته ورساوه او خبردارى يې وركړ، كه يې غوښتنې ونه منل شي، د ښوونځيو كلنۍ ازموينې به وانخلي.
د هرات ولايت مقام مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغو ښوونكو د شنبې په مازديګر په يوه خبري غونډه كې، چې د هرات والي عبدالقيوم رحيمي او د پوهنې وزارت له لوري ورلېږل شوي پلاوي هم په كې حضور درلود، د خپل كاري اعتصاب له دوامه لاس واخيست.
يادو ښوونكو ژمنه وكړه، چې د خپلو ښوونځيو د درسونو د وروسته پاتې كېدو د جبران لپاره د ژمي په موسم كې له يوې مياشتې زيات تدريس وكړي.
بلخوا د پوهنې وزارت ستر سلاكار دستګير منير د ښوونكو د يو شمېر غوښتنو د منلو خبر وركړ او همدارنګه يې د هرات ښوونكو ته د موټر د كرايې د وركړې، د سيمه ييزو معاشونو د وېش او د مسلكي امتيازونو د وركړې ډاډ وركړ.
دې ښوونكو، چې د هرات ښار په ځينو ښوونځيو كې تدريس كوي، د خپلو معاشونو او امتيازونو د كموالي له كبله كاري اعتصاب كړى و.


