ads

په ننګرهار كې په څه باندې يوه اونۍ كې له ۲۶۰۰ زياتو راى وركوونكو نومليكنه كړې

په ننګرهار كې د ټاكنو خپلواك كمېسيون ولايتي دفتر وايي، هلته په څه باندې يوه اونۍ كې د ټاكنو لپاره د نوملكينې په تقويتي پروسه كې له ۲۶۰۰ زياتو كسانو ګډون كړى او پر خپلو تذكرو يې سټيكرونه لګولي دي. د ياد دفتر د عامه پوهاوي مدير روح الله مومند د نومليكنې دا پروسه بريالۍ […]

نویسنده: hewadpal
26 غبرګولی 1398
په ننګرهار كې په څه باندې يوه اونۍ كې له ۲۶۰۰ زياتو راى وركوونكو نومليكنه كړې

په ننګرهار كې د ټاكنو خپلواك كمېسيون ولايتي دفتر وايي، هلته په څه باندې يوه اونۍ كې د ټاكنو لپاره د نوملكينې په تقويتي پروسه كې له ۲۶۰۰ زياتو كسانو ګډون كړى او پر خپلو تذكرو يې سټيكرونه لګولي دي.
د ياد دفتر د عامه پوهاوي مدير روح الله مومند د نومليكنې دا پروسه بريالۍ بولي او زياتوي، هڅه کوي د راى ورکوونکو د نومليکنې مرکزونه نورو سيمو ته وغځوي.
د ټاکنو لپاره د نومليكنې په روانه تقويتي پروسه كې هغه څوک ګډون کولاى شي، چې نوى يې د ۱۸ کلنۍ عمر پوره کړى وي، په پخواني لېست كې يې نوم نه وي، نوى هېواد ته راستون شوى او يا يې هم په هېواد كې دننه له يوه ځاىه بل ته كډه كړې وي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA