د ايران د بهرنيو چارو وزارت په تهران كې د انګلستان سفير احضار كړ.
دغه وزارت ويلي، د انګلستان سفير يې د عمان په خليج كې پر دوو تېل وړونكو بېړيو په بريد كې د ايران د رول په اړه د ياد هېواد د بهرنيو چارو وزارت د څرګندونو له كبله احضار كړى دى.
د انګلستان د بهرنيو چارو وزارت وړمه ورځ وويل، د ترسره شوو څېړنو له مخې ډاډه دى، چې سپاه پاسداران په دې بريد كې لاس لري.
دا په داسې حال كې ده، چې د امريكا د دفاع سرپرست وزير پاټريك شاناهان اعلان كړى، هېواد يې هڅه كوي د ايران په وړاندې نړيواله اجماع رامنځته كړي.
تېره پنجشنبې د عمان په خليج كې پر دوو تېل وړونكو بېړيو تر بريد وروسته متحدو ايالتونو ايران په دغه بريد كې په لاس لرلو تورن كړ، خو تهران دا تور رد كړ.


