ads

محمد بن سلمان: د سعودي عربستان ګټو ته د ګواښ په وړاندې رياض غلى نه پاتې كېږي

د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان ايران په مستقيم ډول د عمان په خليج كې د تېلو پر دوو لېږدوونكو بېړيو په بريد تورن كړ. دى وايي، هېواد به يې د خپلو خلكو د ګټو په ضد هېڅ ګواښ بې ځوابه پرېنږدي. بن سلمان له شرق الاوسط ورځپاڼې سره په مركه كې، چې نن […]

نویسنده: hewadpal
26 غبرګولی 1398
محمد بن سلمان: د سعودي عربستان ګټو ته د ګواښ په وړاندې رياض غلى نه پاتې كېږي

د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان ايران په مستقيم ډول د عمان په خليج كې د تېلو پر دوو لېږدوونكو بېړيو په بريد تورن كړ.
دى وايي، هېواد به يې د خپلو خلكو د ګټو په ضد هېڅ ګواښ بې ځوابه پرېنږدي.
بن سلمان له شرق الاوسط ورځپاڼې سره په مركه كې، چې نن خپره شوې ويلي، د ايران رژيم د جاپان د لومړي وزير شينزو ابې سفر ته پاملرنه ونه كړه، په داسې حال كې، چې نوموړى په تهران كې و، پر دوو تېل لېږدوونكو بېړيو يې، چې يوه يې جاپانۍ وه، بريد وكړ.
د سعودي عربستان د وليعهد په وينا، په سيمه كې جګړه نه غواړي، خو كه د هېواد ګټې يې له خطر سره مخ شي، له متقابل اقدامه به شاتګ ونه كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA