ads

عبدالله له افغانستان سره د تركيې د مرستو د دوام غوښتنه وكړه

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په افغانستان كې د تركيې د حضور او له دغه هېواد سره د انقرې د مرستو د دوام غوښتنه كړې ده. د اجرائيه رياست د خبرپاڼې له مخې، عبدالله دا غوښتنه تېره ورځ له غرمې وروسته د تاجكستان په پايتخت دوشنبې كې د اسيا د تعامل او […]

نویسنده: hewadpal
26 غبرګولی 1398
عبدالله له افغانستان سره د تركيې د مرستو د دوام غوښتنه وكړه

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په افغانستان كې د تركيې د حضور او له دغه هېواد سره د انقرې د مرستو د دوام غوښتنه كړې ده.
د اجرائيه رياست د خبرپاڼې له مخې، عبدالله دا غوښتنه تېره ورځ له غرمې وروسته د تاجكستان په پايتخت دوشنبې كې د اسيا د تعامل او باور جوړونې كنفرانس يا سيكا د پنځمې سرمشريزې غونډې په څنډه كې د تركيې له جمهور رئيس رجب طيب اردوغان سره د ليدنې په مهال كړې ده.
د سرچينې په وينا، په دې ليدنه كې دواړه لوري له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د افغان سولې پر مذاكراتو او د افغانستان د جمهوري رياست پر ټاكنو وغږېدل.
په خبرپاڼه كې راغلي، اجرائيه رئيس له افغانستان سره د تركيې مرستې وستايلې او د هغو د دوام غوښتنه يې وكړه.
د سرچينې په خبره، اردوغان افغانستان د تركيې نېږدې ملګرى وباله او له كابل سره يې په ټولو برخو كې د انقرې د مرستو د دوام ډاډ وركړ.
عبدالله د تېرې جمعې په ورځ د اسيا د تعامل او باور جوړونې كنفرانس يا سيكا په پنځمه سرمشريزه غونډه كې د ګډون په هدف د تاجكستان پايتخت دوشنبې ته لاړ او په ياده غونډه كې پر ګډون او وينا كولو سربېره يې د سيمې د ځينو هېوادونو له مشرانو سره وكتل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA