لومړۍ مېرمن رولا غني وايي، افغانان په هېواد كې د سولې د ټينګښت غوښتونكي دي، خو هغه په هره بيه نه غواړي.
نوموړې نن په كابل كې يوې غونډې ته وويل، د افغانستان خلكو ته د نظام، اساسي قانون، د وروستيو څو كلونو د لاسته راوړنو او د ښځو د حقونو ساتنه مهمه او حياتي ده.
رولا غني زياته كړه، افغانان د ټول منلې او تلپاتې سولې غوښتنه كوي او اساسي قانون د اوږد مهالې سولې او نظام د تضمين يوازينۍ مرجع ده.
د هېواد لومړۍ مېرمن يادې څرګندونې په داسې حال كې كوي، چې ټاكل شوې په نېږدې راتلونكې كې د قطر په پايتخت دوحه كې د امريكا او طالبانو استازي بياځلي خبرې وكړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


