د ۲۰۱۹م ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام سياليو ۲۲مه لوبه نن د هند او پاكستان د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره كېږي.
دا لوبه به د كابل په وخت د ماسپښين په دوو بجو د انګلستان په مانچسټر ښار پيل شي.
هند تر دې مخكې درې لوبې كړي، دوه يې ګټلي او يوه يې د باران له كبله بې پايلې پاى ته رسېدلې ده.
پاكستان بيا تراوسه څلور لوبې ترسره كړي، دوه يې بايللي، يوه يې ګټلې او يوه بله يې د باران په سبب بې پايلې اعلان شوې ده.
د تېرې ورځې لومړۍ لوبه د اسټراليا او سريلانكا د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د انګلستان په پايتخت لندن كې ترسره شوه، چې د اسټراليا په ګټه پاى ته ورسېده.
په دوهمه لوبه كې بيا افغانستان له جنوبي افريقا ماتې وخوړه.
دا لوبه د وېلز په پايتخت كارډيف كې وشوه.
د روان ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام يو ورځنۍ سيالۍ په انګلستان او وېلز كې روانې دي، چې په كې د افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې برخه لري.


