ads

د جمهوري رياست ټاكنو بوديجه ښايي زياته شي

د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، ښايي د راتلونكو جمهوري رياست ټاكنو بوديجه د بايومټريك دستګاوو د پېرودلو له كبله زياته شي. د دغه كمېسيون مرستيال وياند ذبيح الله سادات نن كليد ته وويل، د يادو ټاكنو د بوديجې نهايي كولو په هدف بحثونه دوام لري. د نوموړي په خبره، تراوسه معلومه نه ده، چې دا […]

نویسنده: hewadpal
26 غبرګولی 1398
د جمهوري رياست ټاكنو بوديجه ښايي زياته شي

د ټاكنو خپلواك كمېسيون وايي، ښايي د راتلونكو جمهوري رياست ټاكنو بوديجه د بايومټريك دستګاوو د پېرودلو له كبله زياته شي.
د دغه كمېسيون مرستيال وياند ذبيح الله سادات نن كليد ته وويل، د يادو ټاكنو د بوديجې نهايي كولو په هدف بحثونه دوام لري.
د نوموړي په خبره، تراوسه معلومه نه ده، چې دا بوديجه به څومره زياته شي، خو د ټاكنو خپلواك كمېسيون هڅه كوي، ترڅو ژر يې نهايي كړي.
تېر كال د ولسي جرګې ټاكنو لپاره شاوخوا ۲۲ زره بايومټريك دستګاوې وپېرودل شوې، خو پر ټاكنو څارونكو بنسټونو او هېوادوالو يې پر كار نيوكه وكړه او ويې ويل، دا دستګاوې د درغلۍ، سرغړونې او فساد په مخنيوي كې ګټورې ثابتې نه شوې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA