تاجكستان او چين د دوه اړخيزو اړيكو د پياوړتيا په هدف له يو بل سره ۱۸ هوكړه ليكونه لاسليك كړل.
د تاجكستان جمهور رئيس امام علي رحمان او د هغه چيني سيال شي جين پينګ پرون په دوشنبې ښار كې تر ليدنې وروسته پر يادو هوكړه ليكونو لاسليكونه وكړل.
په دغو هوكړه ليكونو كې د دواړو هېوادونو ترمنځ له ترهګرۍ سره مبارزه او اقتصادي مسايل شامل دي.
په تاجكستان كې د چين سفير وايي، په ۲۰۱۸م ميلادي كال كې د بيجينګ او دوشنبې ترمنځ سوداګريزه راكړه وركړه يو نيم ميليارد ډالره وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


