د پوهنې سرپرست وزير محمد ميرويس بلخي وايي، اوسمهال په هېواد كې شاوخوا ۲۲۰ زره ښوونكي پر تدريس بوخت دي، چې د هغوى د معاشونو زياتول كافي بوديجې ته اړتيا لري.
ده نن د مشرانو جرګې په استجوابيه غونډه كې وويل، مافيايي كسان شته، چې په ډېرى مواردو كې له بايومټريك سيسټمه په استفادې په راڼه ډول د ښوونكو د معاشونو د وېش مخنيوى كوي.
بلخي ټينګار وكړ، چې په هېواد كې د درسي كيفيت د ښه والي لپاره د ښوونكو د معاشونو زياتولو ته اړتيا ده.
د پوهنې د سرپرست وزير په وينا، د هېواد په ښوونځيو كې د اړتيا وړ ۹۰ ميليونه جلده كتابونو له جملې ۱۲ اعشاريه دوه ميليونه يې چاپ شوي او په پام كې ده په نېږدې راتلونكې كې ۳۷ ميليونه نور هم چاپ شي.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، دا وزارت په هېواد كې له ۶۵ تر ۷۰ زرو ښوونكو پورې كمبود لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


