slideshow

66
۲۶ غبرګولی ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

افغانستان د فوټسال په لوبه كې هانګ كانګ ته ماتې وركړه


د افغانستان د فوټسال له ۲۰ كلونو د كم عمره ځوانانو ملي لوبډلې د هانګ كانګ لوبډلې ته ماتې وركړه او د اسيا د فوټسال سياليو بل پړاو ته يې لار ومونده.
دا لوبه تېره شپه په ايران كې ترسره شوه او په ۶-۱ پايلې سره د افغانستان په ګټه پاى ته ورسېده.
په دې لوبه كې حسين موسوي دوه ګولونه او مجتبى محمدي، صادق ظاهري، علي عرب زاده او داود يوسفي هر يوه يو ګول د افغانستان د فوټسال له ۲۰ كلونو د كم عمره ځوانانو د ملي لوبډلې په ګټه وواهه.
ټاكل شوې افغان لوبډله د اسيا د فوټسال سياليو په ګروپي پړاو كې خپله دوهمه لوبه نن ماښام اووه بجې او ۳۰ دقيقې د كوربه ايران د لوبډلې په وړاندې پيل كړي.
كه افغان لوبغاړي دا لوبه هم وګټي، نو د خپل ګروپ د لومړۍ لوبډلې په توګه به د سياليو بل پړاو ته لاړ شي.

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *