ads

په كابل كې شپږ وسله وال غله ونيول شول

پوليسو د كابل په بېلابېلو سيمو كې شپږ وسله وال غله نيولي دي. د كورنيو چارو وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ منسوبينو د جلا عملياتو په مهال د كابل ښار په شپږمې، اوومې او ۱۸مې ناحيو او كلكان ولسوالۍ كې شپږ تنه د وسله والو […]

نویسنده: hewadpal
25 غبرګولی 1398
په كابل كې شپږ وسله وال غله ونيول شول

پوليسو د كابل په بېلابېلو سيمو كې شپږ وسله وال غله نيولي دي.
د كورنيو چارو وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ منسوبينو د جلا عملياتو په مهال د كابل ښار په شپږمې، اوومې او ۱۸مې ناحيو او كلكان ولسوالۍ كې شپږ تنه د وسله والو غلاوو په تور ونيول.
د سرچينې په خبره، پوليسو له نيول شوو كسانو دوه ميله وسلې او د يوه موټر سايكل په ګډون د خلكو غلا شوي مالونه ترلاسه كړل.
د كورنيو چارو وزارت وايي، د نيول شوو كسانو درې تنه يې د عملياتو په وخت د كابل ښار د شپږمې امنيتي حوزې له پوليسو سره ونښتل، چې د جګړې په ترڅ كې يې يو تن ټپي شو.
د يادونې وړ ده، چې هېوادوال په پايتخت كې د وسله والو غلاوو پر زياتېدو اندېښنه څرګندوي او پوليس يې په مخنيوي كې په پاتې راتلو تورنوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA