ads

امريكا د ايران په وړاندې د نړيوالې اجماع د رامنځته كولو هڅه كوي

د امريكا د دفاع سرپرست وزير پاټريك شاناهان وايي، هېواد يې هڅه كوي، چې د ايران په وړاندې نړيواله اجماع رامنځته كړي. هغه پرون وويل، دا هڅه د عمان په خليج كې پر دوو تېل وړونكو بېړيو د بريد له كبله كېږي. شاناهان زياته كړه، د امريكا د ملي امنيت سلاكار جان بولټن او د […]

نویسنده: hewadpal
25 غبرګولی 1398
امريكا د ايران په وړاندې د نړيوالې اجماع د رامنځته كولو هڅه كوي

د امريكا د دفاع سرپرست وزير پاټريك شاناهان وايي، هېواد يې هڅه كوي، چې د ايران په وړاندې نړيواله اجماع رامنځته كړي.
هغه پرون وويل، دا هڅه د عمان په خليج كې پر دوو تېل وړونكو بېړيو د بريد له كبله كېږي.
شاناهان زياته كړه، د امريكا د ملي امنيت سلاكار جان بولټن او د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير مايك پمپيو هم د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د دې تصميم ملاتړ كوي.
په همدې حال كې د جرمني د بهرنيو چارو وزير هايكو ماس ناروې ته د خپل سفر په مهال ويلي، د متحدو ايالتونو له لوري د عمان په خليج كې پر دوو تېل وړونكو بېړيو د بريد په تړاو خپره شوې ويډيو د ايران د تورنولو لپاره كافي نه ده.
وړم سهار په يادو بېړيو كې چاودنې وشوې او اور يې واخيست.
له دغو بېړيو يوه يې، چې ۲۱ تنه عمله يې لرله، د يوه جاپاني شرکت او بله يې، چې ۲۳ تنه عمله يې درلوده، د يوه ناروېژي شرکت وه.
د بېړيو چلوونکي وايي، له پېښې وروسته ټوله عمله د نېږدې بېړيو لخوا وژغورل شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA