د كورنيو چارو وزارت په كابل ښار كې د يوې جنايتكارې ډلې د مشر نبي کوهبندي د ټپي كولو او نيولو خبر وركوي.
دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، کوهبندي نن له غرمې وروسته د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې له ترهګرۍ سره د مبارزې له پوليسو سره د نښتې په ترڅ کې لومړى ژور ټپي او وروسته ونيول شو.
د سرچينې په وينا، نوموړى له خطرناکو جنايتکارانو څخه دى، چې د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې په اړوندو سيمو کې يې ډېرى جنايي جرمونه پلانول.
د كورنيو چارو وزارت وايي، کوهبندي په کابل ښار کې د يوې ۱۰ کسيزې وسله والې ډلې مشري کوله او د نهمې امنيتي حوزې په مربوطاتو كې يې په غلاوو، لار نيونو، چپاولګرۍ، باج اخيستنې او د عامه امن او نظم په ګډوډولو کې مهم رول درلود.
د يادونې وړ ده، چې د پايتخت اوسېدونكو تل په كابل ښار كې د نامسووله وسله والو د تګ راتګ، لار نيونو او نورو جنايي پېښو د مخنيوي غوښتنه كړې ده.


