په هند كې د روان اوړي د ګرمۍ څپې لږ تر لږه ۳۶ تنه وژلي دي.
د دغه هېواد د بحران د مديريت د ملي مركز وياند ويلي، هند سږ كال د وروستيو څو كلونو د ګرمۍ يوه اوږده څپه تجربه كوي.
په هند كې سږ كال د ګرمۍ سخته څپه له يوې مياشتې اوږده شوې او تر ډېره يې د دې هېواد شمالي او مركزي سيمې ځپلې دي.
په تېره جون مياشت كې د هند په پايتخت نوي ډيلي كې د تودوخې درجه ۴۸ او په راجستان ايالت كې بيا څه باندې ۵۰ سانتي ګرادو ته ورسېده.
په وخت د موسمي بارانونو نه پيلېدو په ياد هېواد كې د ګرمې هوا څپه اوږده كړې ده.


