ads

په لوګر كې تړل شوي اته ښوونځي بېرته پرانيستل شول

د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ د هلكانو او نجونو اته هغه ښوونځي، چې څه موده مخكې د دې ولسوالۍ د اوسېدونكو له لوري تړل شوي وو، بېرته د زده كوونكو پر مخ پرانيستل شول. د پوهنې وزارت وياندې نوريې نزهت نن پر خپله فېسبوك پاڼه ويلي، دا ښوونځي د محمد اغې ولسوالۍ په ده […]

نویسنده: hewadpal
25 غبرګولی 1398
په لوګر كې تړل شوي اته ښوونځي بېرته پرانيستل شول
ښووځي

د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ د هلكانو او نجونو اته هغه ښوونځي، چې څه موده مخكې د دې ولسوالۍ د اوسېدونكو له لوري تړل شوي وو، بېرته د زده كوونكو پر مخ پرانيستل شول.
د پوهنې وزارت وياندې نوريې نزهت نن پر خپله فېسبوك پاڼه ويلي، دا ښوونځي د محمد اغې ولسوالۍ په ده نو كلي كې موقعيت لري او د خلكو له كورونو د نظامي استفادې په غبرګون كې د زده كوونكو پر مخ تړل شوي وو.
هغې زياته كړې، ياد ښوونځي د ديني عالمانو، قومي مشرانو او ولايت مقام په منځګړيتوب او د لوګر د پوهنې رياست په هڅې بياځلي پرانيستل شول.
د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په دغو ښوونځيو كې شاوخوا ۱۲ زره زده كوونكي زده كړې كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA