د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، د سيمې هېوادونه بايد په جدي او صادقانه ډول هڅې وكړي، ترڅو په سيمه كې د ترهګريزو فعاليتونو مخه ونيول شي.
هغه نن د تاجكستان په پايتخت دوشنبې كې د اسيا د تعامل او باور جوړونې كنفرانس يا سيكا په پنځمه سرمشريزه غونډه كې وويل، د ترهګريزو عملونو ګواښونه لا هم د سيمې هېوادونو په وړاندې عمده خطرونه دي.
د عبدالله په وينا، امن پټنځايونو او ترهګريزو وسايلو ته د ترهګرو د لاسرسي د مخنيوي لپاره اړتيا ده، چې سيمه ييزې او نړيوالې همكارۍ زياتې شي.
د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس زياته كړه، افغانستان د سولې تږى دى او د ترلاسه كولو هڅه يې كوي.
عبدالله په افغان سولې بهير كې د بهرنيو هېوادونو همكارۍ وستايلې او هيله يې څرګنده كړه، چې دا همكارۍ دوام پيدا كړي.
د يادولو ده، چې د ملي يووالي حكومت مشرانو تل ويلي، چې د افغانستان د سولې په برخه كې نړيواله اجماع شته، خو په تړاو يې د سيمه ييزې اجماع د ترلاسه كولو هڅې كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


