ads

عبدالله د تاجكستان له جمهور رئيس سره وليدل

د تاجكستان جمهور رئيس امام علي رحمان وايي، هېواد يې په افغانستان كې د سولې او ثبات د ټينګښت غوښتونكى دى او دوشنبې له كابل سره په ټولو برخو كې همكارۍ ته چمتو ده. د اجرائيه رياست له لوري كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، رحمان دا څرګندونې تېره ورځ له غرمې وروسته […]

نویسنده: hewadpal
25 غبرګولی 1398
عبدالله د تاجكستان له جمهور رئيس سره وليدل

د تاجكستان جمهور رئيس امام علي رحمان وايي، هېواد يې په افغانستان كې د سولې او ثبات د ټينګښت غوښتونكى دى او دوشنبې له كابل سره په ټولو برخو كې همكارۍ ته چمتو ده.
د اجرائيه رياست له لوري كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، رحمان دا څرګندونې تېره ورځ له غرمې وروسته په اسيا كې د تعامل او باور جوړونې د سرمشريزې غونډې يا سيكا په څنډه كې د ملي يووالي حكومت له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره په ليدنه كې وكړې.
د سرچينې په خبره، دغه ليدنه د تاجكستان د پايتخت دوشنبې په ملت ماڼۍ كې ترسره شوه.
د تاجكستان جمهور رئيس په افغانستان كې سوله د سيمې د ثبات او اقتصادي ودې په ګټه وبلله.
رحمان د دوشنبې او كابل ترمنځ د سوداګريزو او اقتصادي اړيكو د پراختيا غوښتونكى شو.
بل پلو عبدالله تاجكستان د افغانستان نېږدې ملګرى او متحد ياد كړ او په افغانستان كې يې د سولې او بيارغونې په برخو كې د دې هېواد مرستې وستايلې. اجرائيه رئيس د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيكو پر ټينګښت او پراختيا ټينګار وكړ او همدارنګه يې د افغانستان او تاجكستان ترمنځ د سوداګريزې راكړې وركړې او سيمه ييز اتصال د پراختيا غوښتنه وكړه.
د اجرائيه رياست د معلوماتو پر بنسټ، ټاكل شوې عبدالله د سيكا كنفرانس په څنډه كې د تركيې، ايران او قزاقستان له جمهور رئيسانو، د اذربايجان له لومړي وزير او د ځينو نړيوالو سازمانونو له رئيسانو سره هم وګوري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA