ads

د کابل – جلال اباد پر لويه لار يو موټر سيند ته لوېدلى

د کابل – جلال اباد پر لويه لار د لغمان په مربوطاتو كې سيند ته د يو کرولا ډوله موټر د غورځېدو په پېښه کې د يوې کورنۍ دوه غړي ژغورل شوي او څلور يې نادرکه دي. د لغمان امنيتي چارواکي وايي، ياد موټر تېره شپه شاوخوا نهه بجې او ۳۰ دقيقې د قرغيو ولسوالۍ […]

نویسنده: hewadpal
25 غبرګولی 1398
د کابل – جلال اباد پر لويه لار يو موټر سيند ته لوېدلى

د کابل – جلال اباد پر لويه لار د لغمان په مربوطاتو كې سيند ته د يو کرولا ډوله موټر د غورځېدو په پېښه کې د يوې کورنۍ دوه غړي ژغورل شوي او څلور يې نادرکه دي.
د لغمان امنيتي چارواکي وايي، ياد موټر تېره شپه شاوخوا نهه بجې او ۳۰ دقيقې د قرغيو ولسوالۍ د مشعلې کمره په سيمه کې سيند ته ولوېد.
د دوى د معلوماتو له مخې، په موټر کې شپږ تنه سپاره وو، چې دوه يې له سينده ژوندي را ايستل شوي او پاتې څلور يې په اوبو كې نادرکه دي، چې د پيدا کولو هڅې يې روانې دي.
په موټر کې سپاره ټول كسان د يوې کورنۍ غړي او د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ اوسېدونکي وو.
د پېښې علت د موټر ګړندى تګ او د موټر چلوونکي بې احتياطي ښودل شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA