ads

ايران په افغان سولې بهير كې هر ډول همكارۍ ته چمتووالى وښود

د ايران جمهور رئيس حسن روحاني وايي، هېواد يې د افغان حكومت په محوريت د سولې پروسې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دى. د ارګ د خبرپاڼې له مخې، روحاني دا خبره د جمعې په مازديګر د قرغزستان په پايتخت بېشكيك كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په […]

نویسنده: hewadpal
25 غبرګولی 1398
ايران په افغان سولې بهير كې هر ډول همكارۍ ته چمتووالى وښود

د ايران جمهور رئيس حسن روحاني وايي، هېواد يې د افغان حكومت په محوريت د سولې پروسې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، روحاني دا خبره د جمعې په مازديګر د قرغزستان په پايتخت بېشكيك كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړه.
د ايران جمهور رئيس وويل، چابهار بندر له اقتصادي پلوه د دغه هېواد، افغانستان او هند لپاره ارزښتناک دى او د پراختيا په هدف به يې ګډ کار وکړي.
بلخوا جمهور رئيس غني د سولې په برخه کې همکارۍ ته د چمتووالي ښودلو له كبله له روحاني مننه وكړه او په وينا يې، په دې برخه کې د ټولو هېوادونو د همکاريو ګډې همغږۍ او انسجام ته اړتيا ده.
په ياده ليدنه كې دواړه مشران د افغانستان او ايران د اړيکو او همکاريو پر لا پراختيا، د افغان سولې په اړه پر سيمه ييزې اجماع او د افغان حكومت په محوريت د سولې پر پروسې او سيمه ييزې هوكړې وغږېدل.
دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په خپله تازه مركه كې خبردارى وركړى، چې كه ايران له واشنګټن سره خپل كړكېچ په افغانستان كې تعقيب كړي، د متحدو ايالتونو له جدي غبرګون سره به مخ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA