ads

افغانستان نن له جنوبي افريقا سره د كركټ د نړيوال جام په سيالۍ كې مخ كېږي

ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام سياليو په لړ كې خپله څلورمه لوبه نن د جنوبي افريقا د كركټ ملي لوبډلې په وړاندې ترسره كړي. دا لوبه به د كابل په وخت د مازديګر په پنځو بجو د وېلز په پايتخت كارډيف كې پيل شي. افغانستان […]

نویسنده: hewadpal
25 غبرګولی 1398
افغانستان نن له جنوبي افريقا سره د كركټ د نړيوال جام په سيالۍ كې مخ كېږي

ټاكل شوې د افغانستان د كركټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹م ميلادي كال د نړيوال جام سياليو په لړ كې خپله څلورمه لوبه نن د جنوبي افريقا د كركټ ملي لوبډلې په وړاندې ترسره كړي.
دا لوبه به د كابل په وخت د مازديګر په پنځو بجو د وېلز په پايتخت كارډيف كې پيل شي.
افغانستان تر دې مخكې د اسټراليا، سريلانكا او نيوزيلنډ په وړاندې درې لوبې كړي او درې واړه يې بايللې دي.
د نن ورځې دوهمه لوبه د اسټراليا او سريلانكا د كركټ ملي لوبډلو ترمنځ د انګلستان په پايتخت لندن كې ترسره كېږي، چې د كابل په وخت به د ماسپښين په دوو بجو پيل شي.
د روان ميلادي كال د كركټ د نړيوال جام يو ورځنۍ سيالۍ په انګلستان او وېلز كې روانې دي، چې په كې د افغانستان په ګډون د ۱۰ هېوادونو د كركټ ملي لوبډلې برخه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA