ads

په هلمند كې دوه وسله وال طالبان ونيول شول

كومانډو ځواكونو د هلمند په كجكي ولسوالۍ كې د تصفيوي عملياتو په ترڅ كې يو وسله وال طالب وژلى او دوه نور طالبان يې نيولي دي. د دغه ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، دا عمليات تېره شپه د كجكي ولسوالۍ په حاجي اغا كلي ترسره شوي دي. د سرچينې […]

نویسنده: hewadpal
غبرګولی 24, 1398
په هلمند كې دوه وسله وال طالبان ونيول شول

كومانډو ځواكونو د هلمند په كجكي ولسوالۍ كې د تصفيوي عملياتو په ترڅ كې يو وسله وال طالب وژلى او دوه نور طالبان يې نيولي دي.
د دغه ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، دا عمليات تېره شپه د كجكي ولسوالۍ په حاجي اغا كلي ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په دې عملياتو كې د طالبانو درې مهمې قرارګاوې له منځه يووړل شوې.
د خبرپاڼې پر بنسټ، له يوه نيول شوي طالب وسله وال څخه پاكستانى شناختي كارت ترلاسه شوى دى.
عمليات كوونكو ځواكونو يوه اندازه چاودېدونكي توكي او دوه موټر سايكلونه هم ترلاسه كړي دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA