ads

په ننګرهار كې پر داعشيانو هوايي بريد شوى

بې پيلوټه الوتكې د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې دوه داعش وسله وال ووژل. د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، بې پيلوټه الوتكې دا داعشيان، چې دوه قچرې هم ورسره وې، تېره ورځ په وزيرو تنګي سيمه کې په نښه كړل او د هغوى پر قچرو بار وسلې او […]

نویسنده: hewadpal
غبرګولی 24, 1398
په ننګرهار كې پر داعشيانو هوايي بريد شوى

بې پيلوټه الوتكې د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې دوه داعش وسله وال ووژل.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، بې پيلوټه الوتكې دا داعشيان، چې دوه قچرې هم ورسره وې، تېره ورځ په وزيرو تنګي سيمه کې په نښه كړل او د هغوى پر قچرو بار وسلې او مهمات يې هم له منځه يووړل.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو ته يو داعش وسله وال له خپلې وسلې سره يو ځاى تسليم شوى دى.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA