ads

په ننګرهار كې د خپلې مېرمنې قاتل ونيول شو

د ننګرهار امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو په ضد د مبارزې پوليسو تېره ورځ هغه كس نيولى، چې خپله مېرمن يې د چاقو په وسيله وژلې وه. د دې قوماندانۍ وياند فريد خان کليد ته وويل، دا كس د مركز جلال اباد ښار د اتمې ناحيې په مربوطاتو كې ونيول شو. ياد کس پر خپل […]

نویسنده: hewadpal
غبرګولی 24, 1398
په ننګرهار كې د خپلې مېرمنې قاتل ونيول شو

د ننګرهار امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو په ضد د مبارزې پوليسو تېره ورځ هغه كس نيولى، چې خپله مېرمن يې د چاقو په وسيله وژلې وه.
د دې قوماندانۍ وياند فريد خان کليد ته وويل، دا كس د مركز جلال اباد ښار د اتمې ناحيې په مربوطاتو كې ونيول شو.
ياد کس پر خپل جرم اعتراف کړى، خو د پېښې علت تر دې دمه نه دى معلوم شوى.
په ورته وخت کې پوليسو په ننګرهار كې پنځه تنه نور د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي، چې تر پوښتنو لاندې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA