slideshow

62
۲۴ غبرګولی ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

هند له افغانستان سره د خپلې ستراتېژيكې ملګرتيا پر دوام ټينګار وكړ


د هند لومړى وزير نرېندرا مودي وايي، هېواد به يې د دوست او ستراتېژيک ملګري په توګه د افغانستان ترڅنګ وي.
هغه دا خبره تېر ماخوستن د قرغزستان په پايتخت بېشكيك كې له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره د ليدنې په مهال وكړه.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د هند لومړي وزير په دې ليدنه كې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې تېرو مرستو ته په اشارې يو ځل بيا د خپل هېواد په استازيتوب د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.
ده وويل، هند د افغانانو په رهبرۍ او مالکيت د سولې د بين الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي.
بلخوا جمهور رئيس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د هند د همکاريو قدرداني وکړه او ويې ويل، باعزته او تلپاتې سوله د افغانانو اساسي غوښتنه ده او د ملي يووالي حکومت مهم لومړيتوب او مسووليت دى.
د نوموړي په خبره، د سيمې هېوادونه دې د افغانستان د سولې پروسې په برخه کې خپلې همکارۍ همغږې او منظمې کړي.
په ياده كتنه كې دواړه خواوې له ترهګرۍ سره پر مبارزې، سيمه ييز اتصال، د اقتصادي او ټرانزيټي همکاريو پر پراختيا او د افغان سولې لپاره پر سيمه ييزې اجماع وغږېدې.

 

شریکول
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *