ads

لوړپوړو امنيتي چارواكو تخار او ننګرهار ته سفرونه كړي

د ملي دفاع او كورنيو چارو سرپرست وزيرانو د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته د تخار د امنيتي حالت د ارزولو په هدف دې ولايت ته سفر وكړ. د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په دغه سفر كې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواكې ادارې رئيس متين بېګ د […]

نویسنده: hewadpal
24 غبرګولی 1398
لوړپوړو امنيتي چارواكو تخار او ننګرهار ته سفرونه كړي

د ملي دفاع او كورنيو چارو سرپرست وزيرانو د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته د تخار د امنيتي حالت د ارزولو په هدف دې ولايت ته سفر وكړ.
د ملي دفاع وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په دغه سفر كې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواكې ادارې رئيس متين بېګ د اسدالله خالد او مسعود اندرابي ملتيا كوله.
د سرچينې په وينا، يادو لوړپوړو امنيتي او ملكي چارواكو د تخار له اوسېدونكو سره په جلا غونډو كې وليدل.
له دې سره هممهاله د ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال محمد ياسين ضياء، د ملي امنيت عمومي رئيس محمد معصوم ستانكزي او په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو عمومي قوماندان جنرال سكاټ ميلر تېره ورځ ننګرهار ته سفر وكړ، ترڅو د دغه ولايت او ختيځ زون امنيتي وضعيت وارزوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA