ads

عبدالله او خليلزاد د افغان سولې بهير پر وروستيو پرمختګونو وغږېدل

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغان سولې بهير پر وروستيو پرمختګونو خبرې وكړې. د اجرائيه رياست د خبرپاڼې پر بنسټ، عبدالله د پنجشنبې په ورځ ناوخته په خپل استوګنځاى كې له خليلزاد سره وكتل. د […]

نویسنده: hewadpal
غبرګولی 24, 1398
عبدالله او خليلزاد د افغان سولې بهير پر وروستيو پرمختګونو وغږېدل

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغان سولې بهير پر وروستيو پرمختګونو خبرې وكړې.
د اجرائيه رياست د خبرپاڼې پر بنسټ، عبدالله د پنجشنبې په ورځ ناوخته په خپل استوګنځاى كې له خليلزاد سره وكتل.
د سرچينې په وينا، په دې ليدنه كې، چې په كابل كې د امريكا سفير جان بس هم حضور درلود، دواړو لورو د افغانستان لپاره د سولې پر لومړيتوب او عادلانه او تلپاتې سولې ته پر رسېدو ټينګار وكړ.
خليلزاد د سيمې او اروپا هېوادونو ته د خپل سفر په دوام اوسمهال په كابل كې دى او ټاكل شوې په راتلونكو څو ورځو كې د قطر په پايتخت دوحه كې يو ځل بيا د طالبانو له استازو سره وګوري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA