ads

سږ كال له ايران او پاكستانه څه باندې ۲۰۵ زره افغان كډوال خپل هېواد ته راغلي

د كډوالۍ نړيوال سازمان اعلان كړى، چې د ۲۰۱۹م ميلادي كال په لومړيو شپږو مياشتو كې څه باندې ۲۰۵ زره افغان كډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دې سازمان د پنجشنبې په ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، ياد شمېر افغان كډوال له ايران او پاكستانه خپل هېواد ته تللي دي. […]

نویسنده: hewadpal
غبرګولی 24, 1398
سږ كال له ايران او پاكستانه څه باندې ۲۰۵ زره افغان كډوال خپل هېواد ته راغلي

د كډوالۍ نړيوال سازمان اعلان كړى، چې د ۲۰۱۹م ميلادي كال په لومړيو شپږو مياشتو كې څه باندې ۲۰۵ زره افغان كډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
دې سازمان د پنجشنبې په ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، ياد شمېر افغان كډوال له ايران او پاكستانه خپل هېواد ته تللي دي.
د سرچينې په خبره، په دغه موده كې له ايرانه ۱۹۶ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
په خبرپاڼه كې راغلي، د ايران د اقتصادي حالت د خرابېدو له كبله ښايي د روان ميلادي كال تر پايه له ۵۷۰ زرو زيات نور افغان كډوال هم دا هېواد پرېږدي.
د هېواد د كډوالو او راستنېدونكو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ايران كې شاوخوا دوه ميليونه افغانان ژوند كوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
طراحی و توسعه توسط تکشارک - Copyright © 2020

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA