ads

د سوډان مخكېنى جمهور رئيس په فساد تورن شو

د سوډان مخكېنى جمهور رئيس عمر البشير د دغه هېواد د لويې څارنوالۍ له لوري په فساد تورن شوى دى. د دې ادارې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه كې د جزياتو له وړاندې كولو پرته راغلي، پر البشير دا تور د شكمنې پانګې او د ده له لوري د بېړني حالت د اعلانولو له كبله […]

نویسنده: hewadpal
24 غبرګولی 1398
د سوډان مخكېنى جمهور رئيس په فساد تورن شو

د سوډان مخكېنى جمهور رئيس عمر البشير د دغه هېواد د لويې څارنوالۍ له لوري په فساد تورن شوى دى.
د دې ادارې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه كې د جزياتو له وړاندې كولو پرته راغلي، پر البشير دا تور د شكمنې پانګې او د ده له لوري د بېړني حالت د اعلانولو له كبله لګول شوى دى.
د سوډان اردو البشير د روان ميلادي كال په اپرېل مياشت كې د هغه د مخالفينو تر اوږد مهاله اعتراضونو وروسته له واكه لرې كړ او په مې مياشت كې د اعتراض كوونكو په وژلو هم تورن شو.
دا په داسې حال كې ده، چې له ډيموكراسۍ پلوه اعتراض كوونكو سره د سوډان د اردو د انتقالي شورا مذاكرات د لسګونو معترضينو تر وژنې وروسته درېدلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA