41
۲۴ غبرګولی ۱۳۹۸
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

خليلزاد ايران ته خبردارى وركړى


د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، كه ايران له واشنګټن سره خپل كړكېچ په افغانستان كې تعقيب كړي، د متحدو ايالتونو له جدي غبرګون سره به مخ شي.
ده په خپله تازه مركه كې وويل، ايران بايد له امريكا سره خپل جنجال په افغانستان كې تعقيب نه كړي.
بل پلو خليلزاد په تېرو څو كلونو كې د واشنګټن او اسلام اباد د اړيكو خرابېدو ته په اشارې زياته كړه، كه پاكستان غواړي له نړۍ په ځانګړې توګه له امريكا سره ښې اړيكې ولري، بايد له افغانستان سره خپلې اړيكې ښې كړي.
د هغه په خبره، متحده ايالات چمتو دي، چې له طالبانو سره د سولې تر هوكړې وروسته له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام وركړي.
خليلزاد د سيمې او اروپا هېوادونو ته د خپل سفر په دوام د تېرې يكشنبې په ورځ كابل ته را ورسېد او دلته له بېلابېلو اقشارو سره پر ليدنو بوخت دى.

 

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *