ads

امنيتي ځواكونو د طالبانو له زندانونو لسګونه بنديان خوشې كړل

امنيتي ځواكونو په بغلان او كندوز ولايتونو كې د وسله والو طالبانو له دوو زندانونو لسګونه كسان خوشې كړل. د كورنيو چارو وزارت وايي، د پوليسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه په بغلان کې د طالبانو پر يوه زندان عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ كې يې ۳۴ بنديان ازاد شوي دي. دغه وزارت زياتوي، په […]

نویسنده: hewadpal
21 غبرګولی 1398
امنيتي ځواكونو د طالبانو له زندانونو لسګونه بنديان خوشې كړل

امنيتي ځواكونو په بغلان او كندوز ولايتونو كې د وسله والو طالبانو له دوو زندانونو لسګونه كسان خوشې كړل.
د كورنيو چارو وزارت وايي، د پوليسو ځانګړو ځواکونو تېره شپه په بغلان کې د طالبانو پر يوه زندان عمليات ترسره کړي، چې په ترڅ كې يې ۳۴ بنديان ازاد شوي دي.
دغه وزارت زياتوي، په خوشې شوو بنديانو كې ۱۷ ملكي وګړي، اووه پوليس، اووه د ملي اردو سرتېري او درې د ملي امنيت سرتېري شامل دي.
بلخوا ۲۱۷ پامير قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د ملي اردو ځانګړو ځواكونو تېره شپه د كندوز په اقتاش ولسوالۍ كې د وسله والو طالبانو پر يوه زندان عمليات ترسره كړل.
د سرچينې په وينا، د عملياتو په ترڅ كې د طالبانو ياد زندان ويجاړ شو او په كې په بېلابېلو تورونو بنديان شوي ۱۳ ملكي وګړي ازاد شول.
۲۱۷ پامير قول اردو په دې اړه زيات جزيات نه دي خپاره كړي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله د يادو عملياتو په تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
بايد وويل شي، چې په دې وروستيو كې افغان ځواكونو د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د طالبانو له زندانونو لسګونه ملكي او نظامي وګړي خوشې كړي او د ملي دفاع وزارت ټينګار كوي، چې دا لړۍ به دوام ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA