ads

په هرات كې ۱۰ وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

امنيتي ځواكونو د هرات په چشت ولسوالۍ كې د دولت ۱۰ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده كليد ته وويل، د دولت وسله وال مخالفين تېره شپه د يادې ولسوالۍ په رباتك او دهن هموار كليو كې راټول شوي وو او غوښتل يې […]

نویسنده: hewadpal
21 غبرګولی 1398
په هرات كې ۱۰ وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

امنيتي ځواكونو د هرات په چشت ولسوالۍ كې د دولت ۱۰ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده كليد ته وويل، د دولت وسله وال مخالفين تېره شپه د يادې ولسوالۍ په رباتك او دهن هموار كليو كې راټول شوي وو او غوښتل يې د دې كليو پر امنيتي پوستو بريد وكړي، خو امنيتي ځواكونو تر بريد وړاندې په نښه كړل.
د ده په وينا، په جګړه كې د دوو مهمو قوماندانانو په ګډون د دولت څلور وسله وال مخالفين وژل شوي او شپږ تنه نور ژوبل دي.
ولي زاده زياته كړه، پوليسو هلته د دولت د وسله والو مخالفينو لخوا ځاى پر ځاى شوي پنځه كړۍ ماينونه هم كشف او خنثى كړي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تر دې دمه د يادې ادعا په اړه تبصره نه ده كړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA