ads

په ننګرهار كې انځوريز نندارتون جوړ شو

جنګ بس دى، سوله غواړو! دا د هغه يو ورځني انځوريز نندارتون سرليك و، چې نن د ننګرهار د مركز جلال اباد ښار په سپين غر هوټل کې د ځوان انځورګر انيس بشير له لوري جوړ شوى و. د نندارتون ليدو ته پر ولايتي چارواکو سربېره د ننګرهار ګڼ شمېر ځوانان او عام وګړي هم […]

نویسنده: hewadpal
21 غبرګولی 1398
په ننګرهار كې انځوريز نندارتون جوړ شو
په ننګرهار كې انځوريز نندارتون جوړ شو .

جنګ بس دى، سوله غواړو!
دا د هغه يو ورځني انځوريز نندارتون سرليك و، چې نن د ننګرهار د مركز جلال اباد ښار په سپين غر هوټل کې د ځوان انځورګر انيس بشير له لوري جوړ شوى و.
د نندارتون ليدو ته پر ولايتي چارواکو سربېره د ننګرهار ګڼ شمېر ځوانان او عام وګړي هم ورغلي وو.
په نندارتون کې د پخوانيو او اوسنيو پاچاهانو، ليکوالانو او هنرمندانو ۱۸۲ انځورونه نندارې ته ايښودل شوي وو.
د جوړ شوي نندارتون انځورګر او مسوول انيس بشير کليد ته وويل، له کلونو راهيسې انځورګري کوي، خو نيوکه يې دا ده، چې د حکومت د نه پاملرنې له كبله يې هنري فعاليتونه له خنډ سره مخ دي.
نندارتون ته ورغلي كسان وايي، دا ډول نندارتونه کولاى شي د ټولنې هغه ناخوالې، چې په خوله يې څوک نه شي بيانولى، د انځورونو له لارې خلکو ته وړاندې کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA