ads

په كندهار كې د ملكي وګړو پر موټر د ماين چاودنه شوې

په كندهار كې د ملكي وګړو پر يوه فيلډر ډوله موټر د سړك غاړې د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنې شپږ تنه وژلي دي. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي كليد ته وويل، دا چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې او ۳۰ دقيقې د ډنډ ولسوالۍ په پانېزو كلي كې […]

نویسنده: hewadpal
21 غبرګولی 1398
په كندهار كې د ملكي وګړو پر موټر د ماين چاودنه شوې

په كندهار كې د ملكي وګړو پر يوه فيلډر ډوله موټر د سړك غاړې د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنې شپږ تنه وژلي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي كليد ته وويل، دا چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې او ۳۰ دقيقې د ډنډ ولسوالۍ په پانېزو كلي كې شوې ده.
ځايي چارواكي دا د وسله والو طالبانو كار بولي، خو هغوى لا په دې تړاو خپل نظر نه دى څرګند كړى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA